د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی


د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور (ارشيف)
د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور (ارشيف)

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه مذاکره کوونکو ویلي، په اکثرو مواردو کې موافقې ته رسېدلي دي. د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د نهم پړاو دوهم دور پرون (د اګست پر ۲۳مه) پیل شو.

د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا غږ راډیو خبریال ایوب خاورین نن (د اګست پر ۲۴مه) مشال راډیو ته وویل چې په دې مذاکراتو کې دواړو ښکېلو خواوو ورته ويلي چې عمومي غونډه نه ده شوې او پر جزیاتو د خبرو لپاره ډلې ډلې بحثونه شوي دي.

نوموړي په دوحه کې د خبرو دواړو خواوو ته د سرچینو په حواله ويلي چې د سولې د موافقې تر لاسلیکه ښایي ډېر وخت نه وي پاتې. د هغه په وينا له دواړو خواوو يې دا واورېدل چې په اکثرو مواردو موافقه شوې او د سولې تفاهم ښايي په نورو دوو یا درېیو غونډو کې وشي.

د اګست د ۲۳مې مذاکرات د ماښام تر لمانځه وروسته پیل شول او تر نیمې شپې غونډې کېدې.

زلمی خلیلزاد د خبرو په دې دور کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره مخامخ دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د ا مریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دوحه کې له مذاکراتو وروسته کابل ته ولاړ شي.

د نړیوالو خبري اژانسونو په حواله، امریکا غواړي چې د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې د سولې یوه موافقه لاسلیک شي.

که داسې وشي، نو دا به د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو چې د سېپټېمبر د ۲۸مې نېټې لپاره پلان شوي دي، مخکې وي.

XS
SM
MD
LG