د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي له طالبانو سره پر "پاتې موضوعاتو" خبرې کوي


دا به د خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو نهم پړاو وي
دا به د خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو نهم پړاو وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالبان چمتوالی ولري، ورسره وروستۍ هوکړې ته تیار دی.

نوموړي د اګست ۲۰مې شپې مهال پر ټوېټر لیکلي چې په واشنګټن کې یې ګټوره اوونۍ لرله، مشرانو ته یې له طالبانو سره د خبرو د مرحلې او په راتلونکې کې د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

خلیلزاد لیکلي چې بېرته سیمې ته په لاره دی، لومړی تم ځای یې دوحه ده او هڅه به وکړي چې "پاتې موضوعات" هم سره راغونډ کړي، دوی چمتو دي او وبه ګوري چې ایا طالبان هم ورته تیار دي؟

نوموړي له دې زیات معلومات نه دي ورکړي.

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

دا به له طالبانو سره د خلیلزاد د خبرو نهم پړاو وي.

د اګست پر ۲۰مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې زلمی خلیلزاد قطر او افغانستان ته په سفر دی.

بیان وايي، نوموړی د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه په دوحه کې بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کوي او په کابل کې هم د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې کوي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د یوه ۱۵ کسیز پلاوي د جوړېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه یې نومونه نه دي په ډاګه کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر پر دې مسلې چې ولې د دې پلاوي نومونه نه په ډاګه کېږي، انتقاد کړی دی.

شاهین ویلي، د سیاسي جهتونو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم د غړو د نومونو پټ ساتل یا خو د اختلاف له امله دي او یا هم د خاصې زورواکې کړۍ په اختیار کي دي چې بیا نو د ټولو خواو مشترک ټیم نه بلل کېږي او نه هم د فیصلې واک لري، سیاسي جهتونه دې هم خپل موقف ښکاره کړي.

XS
SM
MD
LG