د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوحه: د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو نهم پړاو پیل


طالب او امریکايي استازي وايي د سولې موافقې ته نېږدې شوي
طالب او امریکايي استازي وايي د سولې موافقې ته نېږدې شوي

دوحه - امریکا او طالب مرکچیانو د اګست پر ۲۲مه په قطر کې د سولې د خبرو نهم پړاو پیل کړ چې د افغانستان د شاوخوا ۱۸ کلنې جګړې د پای موافقه یقیني او نهايي کړي.

یوه طالب استازي اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اګست پر ۲۱مه، په دوجې کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم جلا ملاقات کړی.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته سفر وکړي چې "افغان چارواکي د سولې له موافقې خبر کړي او بیا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو توافق وروستی کړي."

خلیلزاد تېر کال د افغانستان د سولې او جوړجاړي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی وو.

نوموړي په تېرو اته پړاوونو کې له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر ایستلو، اوربند، ورپسې پر بین الافغاني خبرو او له طالبانو څخه ترهګرو ډلو ته د ځالو نه ورکولو پر ضمانت بحث کړی دی.

طالب او امریکايي استازي وايي د سولې موافقې ته نېږدې شوي، خو پر دې موضوع نور جزییات نه ورکوي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی دی.

خو په عین وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۲۲مه د طلوع ټېلېوېژن د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې ویلي چې د احتمالي سولې هر راز تړون به له افغان حکومت سره کېږي.

امریکا په ۲۰۱۴ز کال کې په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه خو اوسمهال یې هم په هغه هېواد کې شاوخوا ۱۴،۰۰۰ سرتېري پراته دي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې کار کوي او افغان ملي امنیتي سرتېرو ته مشورې او روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG