د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر: ټرمپ د منځګړتوب وړاندیز وکړ


امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امریکایي ولسمشر د کشمیر په مسله د منځګړتوب وړاندیز کړی دی. ډونلډ ټرمپ ویلي په کشمیر کې حالات ((ډېر کړکیچن)) دی.

نوموړي پرون خبریالانو ته وویل چې د اونۍ په پای کې به په دې لړ کې د هندي وزیراعظم نریندر مودي سره د جي اوه په سرمشریزه کې خبرې وکړي. تمه ده چې په فرانس کې کیدونکې د جي اووه سرمشریزه کې به د امریکا او هند مشران وګوري.

د اګست پر پنځمه هند د خپلې ولکې لاندې کشمیر ځانګړي حثیت د ختمولو پرېکړه وکړه چې له وجې یې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترینګلتیا زیاته شوه. پاکستان له هند سره تجارتي اړیکې پرې کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګاډو تګ راتګ یې ځنډولی. همدا راز د هند سفیر ته یې له اسلام اباده د وتلو ویلي دي.

د جولایي په میاشت کې هم ټرمپ ویلي و چې مودي ورته ویلي چې د کشمیر د شخړې په حل موندلو کې دې منځګړتوب وکړي، خو نوي ډیلي دا ادعا ناسمه بللې وه.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG