د لاسرسي ځای

تازه خبر

اګست کې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد پراخ کیمپېن پیلېږي


د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې په بنو او شمالي وزیرستان کې ثبت شوي
د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې په بنو او شمالي وزیرستان کې ثبت شوي

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان امر کړی دی چې د ګوزڼ ضد موثره کیمپېنونو لپاره هلې ځلې تېزې کړي.

نوموړي د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پولیو ناروغۍ په اړه یوې غونډې ته پر داسې مهال وینا کوله چې په هغه هېواد کې د ګوزڼ پېښې زیاتې شوې دي.

په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.

په صوبه کې د پولیو مخنیوي ادارې یو چارواکي ډاکتر ندیم جان مشال رادیو ته وویل، د روانې میاشتې (اګست) پر ۲۶مه به پراخ کیمپېن پیلوي: "موږ په جون کې هم د واکسینو یو کیمپېن کړی او په جولای کې هم. اوس به په اګست کې په ټوله صوبه کې یو بل کیمپېن کوو چې د صوبې په یو ۲۹ ضلعو کې به زموږ ټیمونه کور په کور ګرځي. په دې کې به موږ ۴،۶ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکوو."

مسلې په دې نه حل کېږي چې تاسو ماشومان دې ته پرېږدئ چې هغوی مفلوج شي بلکه د دوی مسلې به ورسره لا زیاتې شي. د یو ماشوم د ژوند قیمت نه بجلي ده او نه سړک دی.
ډاکتر ندیم جان

نوموړي زیاته کړه چې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې په بنو او شمالي وزیرستان کې ثبت شوي.

هلته په وروستیو کې د شمالي وزیرستان او بنو ځینو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو نه پوره کېدو په غبرګون، ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکو له ورکولو انکار وکړ.

د شمالي وزیرستان ملک غلام خان وايي، د سیمې اوسېدونکو سختې تېرې کړې دي خو ستونزې یې نه هوارېږي: "اوس هم د دغو خلکو ستونزې دي او نه حل کېږي. د پولیو ضد څاڅکي هم ضروري دي ځکه چې دا ماشومانو لپاره ګټور وي. خو له دې خلکو سره بله کومه لاره نشته او له پولیو کیمپېنه د بایکاټ خبره کوي. حکومت باېد د دوی مسلې حل کړي. دې خلکو له غوسې دا فیصله وکړه."

خو ډاکتر ندیم جان وايي، په کړنلار کې یې د میندو پلرونو قانع کول هم شامل دي او دا چې هېڅ ستونزه دومره مهمه نه ده چې خلک دې خپل بچي قرباني کړي:

"په کوم ځاې کې چې څوک [له څاڅکو] انکار کوي، موږ یې په اړه ټول معلومات راټول کړي دي. موږ به دغو خلکو ته ورځو چې قانع یې کړو چې دا واکسین حلال دي، د ماشومانو د مستقبل د ژغورلو لپاره دي او د هېواد قامي پالیسي ده. دغه مسله هم غټه ده چې دوی پولیو له خپلو غوښتنو سره تړي. خو موږ دې خلکو ته وایو چې ستاسو دغه مسلې په دې نه حل کېږي چې تاسو ماشومان دې ته پرېږدئ چې هغوی مفلوج شي بلکه د دوی مسلې به ورسره لا زیاتې شي. د یو ماشوم د ژوند قیمت نه بجلي ده او نه سړک دی."

داسې هېڅ خبره نشته چې پکې د پولیو خلاف څاڅکي غیر اسلامي ګرځول شوي
ډاکتر قبله ایاز

ډاکتر ندیم جان وویل په بنو او وزیرستان کې د پولیو کېسونو یوه غټه وجه د میندو پلرونو لخوا په درواغو د ماشومانو په ګوتو نښې جوړول دي چې له امله یې ماشومان له واکسینو محرومه پاتې شي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر او د دیني چارو پوه ډاکټر قبله ایاز وايي باید ماشومان له دغو قطرو نه محرومه و نه ساتل شي.

"د پولیو په اړه زموږ علمای کرام واضح دریځ لري. هغوی ټولو ته وايي چې د پولیو خلاف قطرې ورکول یو انساني ضرورت دې. پکار ده چې موږ د خپلو ماشومانو او د قام د صحت خیال وساتو. داسې هېڅ خبره نشته چې پکې د پولیو خلاف څاڅکي غیر اسلامي ګرځول شوي. ځینې خلک چې داسې کوي هغوی یې یا د بې خبرۍ او یا د مخصوصې ایجنډې له امله کوي."

روان کال په بنو، شمالي وزیرستان، لکي مروت، تورغر، چارسدې، ډېره اسماعیل خان، شانګلې، باجوړ او خیبر ضلعو کې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG