د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لدا کې بمي چاودنې پنځو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

ډېره اسماعیل خان ـ د جنوبي وزیرستان په لدا سیمه کې د سرک غاړې بمي چاودنه کې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا مشال راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې دا پېښه د اګست پر ۱۷مه د لدا په بدربرید سیمه کې مخې ته راغلې ده. کوم ګاډی چې په نښه شوی ورکې د بمونو د شنډکولو د ادارې مامورین سپاره وو.

د سویلي وزیرستان یو حکومتي چارواکي هم دا پېښه تایید کړه. نوموړي نه غوښتل چې نوم یې ښکاره شي. له چاودنې وروسته په یاده سیمه کې ګرځبندېز اعلان شوی او امنیتي سرتېرو د پلټنې عملیات هم ترسره کړې دي. چارواکو تر دې دمه د چا د ګرفتارۍ په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني رسنیو ته ویلي چې برید د دوی ملګرو ترسره کړی.

تر دې وړاندې د اګست په ۱۱مه هم د لدا په بدربرید سیمه کې په ورته یو برید کې د پوځ یو سرتېری ژوبل شوی وو. له هغې پېښې وروسته پوځ یو شمېر ځايي کسان ګرفتار کړي هم ول.

دا پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د پاکستان پوځ په جنوبي او شمالي وزیرستان کې تر کلونو کلونو پورې عملیات تر سره کړي او وخت پر وخت ادعا هم کوي چې یادې سیمې یې د وسله والو له شره په امان کړې دي.

XS
SM
MD
LG