د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې د ماشوم وژنې ضد احتجاج ختم


په مظاهره کې ځوانان، ماشومان او مېرمنې ګډون کوي
په مظاهره کې ځوانان، ماشومان او مېرمنې ګډون کوي

لکي مروت ـ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې یو شمېر ځايي خلکو د اګست پر ۱۸مه د ځايي مشرانو تر ډاډ وروسته احتجاج پای ته ورساوه.

دا مظاهرې د اویس په نوم د یوه څلور کلن ماشوم د وژنې په غبرګون وشوې چې پکې ښځو هم ګډون وکړ او د سیمې یوې تاڼې او سرکاري ودانیو ته یې اور واچاواه.

د لکي مروت د پولیسو مشر قاسم علي خان د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې د بنو انتظامي مشر او نورو چارواکو مظاهره کوونکو ته د پلټنو او د ماشوم په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو ډاډ ورکړ چې په نتیجه کې یې هغوی احتجاج ختم کړ.

مظاهره کونکیو د پېښور او د لکي مروت ترمنځ د اباسین عمومي لویه لار تړلې وه، د پولیسو ضد یې نعرې وهلې او تور یې پورې کړ چې ماشوم یوه میاشت مخکې تښتول شوی وو خو هغوی یې تښتوونکي معلوم نه کړای شول.

د مظاهرې ویډيويي رپورټ

لکي مروت کې د ماشوم وژنې ضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مظاهره کوونکو د ماشوم مړ جسد په لویه لاره ایښی وو او ویل یې چې خپل احتجاج ته به دوام ورکوي.

د وژل شوي ماشوم خور خپل نوم و نه ښود خو مشال راډیو ته یې وویل، ورور یې یوه میاشت مخکې ورک شوی وو او خراب شوی مړی یې د اګست ۱۸مې پر سهار وختي له کور سره نېږدې په پټي کې پروت وو.

نوموړې وړاندې وویل، مړی د تښتوونکو او وژونکو تر نیولو پورې خاورو ته نه سپاري.

د لکي مروت یو اوسیدونکي شاکرخان مشال راډیو ته وویل: "د اویس په نوم څلور کلن ماشوم تښتول شوی وو. کله چې د ګنډي چوک خلکو احتجاج وکړ او له پولیسو یې غوښتنه وکړه چې ماشوم دې له تښتوونکو خلاص کړي، نو سهار یې جسد په بوجۍ کې بند کور ته نېږدې و موندل شو."

مظاهره کوونکي پر لویه لاره ناست دي او د انصاف غوښتنه کوي
مظاهره کوونکي پر لویه لاره ناست دي او د انصاف غوښتنه کوي

د مظاهرې پر مهال د پولیسو غبرګون

د لکي مروت ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او قاسم علي خان مشال راډیو ته وویل، دوی د ماشوم د موندلو او خوشې کولو لپاره پوره هڅې کړې وې خو مخکې تر هغې چې دوی تر تښتونکیو ورسي، د ماشوم مړی وموندل شو.

نوموړي پر ولس غږ وکړ چې ارام دې و اوسي او باور یې ورکړ چې هغوی سره به پوره پوره انصاف کېږي.

هغه وړاندې وویل:

"زما د راتلو نه تقریبا دوه هفتې مخکې دا ماشوم ورک شوی وو، بیا دوی په یو کس باندې شک و، پولیسو هغه کس ونیوه، خو ماشوم بیا هم پیدا نه شو. موږ د ماشوم د موندلو لپاره دوه کمېټیانې جوړې کړې وې، خو پولیسو ته د ماشوم په اړه تایید شوي معلومات په لاس نه ورتلل. خو اوس یې مړی غورځول شوی دی."

د پولیسو مشر قاسم علي خان وايي، مظاهره کونکیو سرکاري ودانیو ته هم تاوان رسولی. هغه وویل، دوی به پوره کوشش کوي چې د مظاهره کونکیو خلاف د ځواک استعمال و نه کړي او مظاهره په سوله ییزه توګه ختمه کړي.

XS
SM
MD
LG