د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني ټانکر کارمندان ښايي د ویزې بندیز ولري: امریکا


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

امریکا ویلي دي چې په جبل الطارق کې د ایران ټانکر د عملې غړي ښايي د ویزې له بندیز سره مخامخ شي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټاګس بېګا ناوخته تر هغې وروسته وکړه چې د برتانیې تر واک لاندې سیمې جبل الطارق د اګست پر ۱۵مه د ګرېس ۱ په نوم د ایران د تېلو ټانکر خوشې کولو فیصله وکړه او واشنګټن یې د تګ په مخنیوي کې پاتې راغی.

اورټاګس ویلي چې دې بېړۍ د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک مرسته کوله چې واشنګټن یې ترهګر سازمان بولي.

د نوموړې په خبره، د بېړۍ خوشې کول ورسره د تړلیو کسانو لپاره جدي پایلې لرلای شي.

هغې زیاته کړه چې د بېړۍ د عملې کسان ښايي امریکا ته د داخلېدو یا د هغه هېواد د ویزې ترلاسه کولو قانوني جواز و نه لري.

دا بېړۍ شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې برتانیوي بحري ځواک شام ته د تېلو قاچاق، چې د اروپايي ټولنې د بندیزونو سرغړونه بلل کېږي، په تور ونیوله.

د جبل الطارق اعلا وزیر فبیان پېکاردو د اګست پر ۱۵مه د تهران تر لیکلي ضمانت وروسته د ټانکر د نیولو امر ختم کړ.

ایران نوموړي ته باور ورکړی چې ټانکر به شام ته له دوه میلیونه بیرلو څخه زیات تېل نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG