د هند وزیر اعظم ویلي، د کشمیر ځانګړي حثیت ختمولو سره به د سیمې تاریخي عظمت بیا بحال شي او له دې سره به هېواد پرمختګ وکړي.
د هند د ازادۍ ورځې په مناسبت په وینا کې نریندرا مودي وویل، د کشمیر په ځانګړي حثیت کې اداري فساد، خپلوي-پالنه او بې انصافي زیاته وه.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې د اګست له ۱۴مې کرفیو لګول شوی او مواصلاتي نظام پرې کړل شوی دی.
له دې یوه ورځ وروسته حکومت کشمیر ته ورکړل شوی ځانګړی حثیت ختم کړ.
پاکستان د دې پریکړې په غبرګون کې له هند سره تجارتي اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ نظام ځنډولی.
همدا راز اسلام اباد هندی سفیر له هېواده ویستلی دی.