د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفاع وزارت: په لوګر کې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو


ارشیف. په لوګر کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف. په لوګر کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د ملا نقیب‌الله په نوم دا قوماندان په پادخواب شانه سیمه کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې وژل شوی.

ښاغلی احمدزی وايي ملا نقیب‌الله د هېواد په کچه په ترورېستي فعالیتونو کې ښکېل و.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "دا هغه شخص و چې نه‌یوازې په لوګر، بلکې په نورو ولایتونو کې یې د حملو په ترسره کولو کې مهم رول درلود او هغه نن زموږ د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ووژل شو."

دفاع وزارت همداراز وايي، افغان ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان، قاري داوود او د هغه پنځه وسله‌وال وژلي دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي د طالبانو دا قوماندان پرون مازیګر د نرخ ولسوالۍ په توکرک سیمه کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG