د لاسرسي ځای

تازه خبر

بندیزونو د ایران او جرمني سوداګري کمه کړې


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

راپورونه وايي، د ایران او جرمني ترمنځ د تجارت د کچې ټيټیدل ښکاره کوي چې د ایران پرضد د امریکا بندیزونه د هغو هېوادونو په تجارتي ترجیجاتو اغیز کوي چې غواړي، له تهران سره سوداګري وکړي.

رویټرز اژانس لیکي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتږ کې ایران ته د جرمني برامدات د ۴۸ فیصده ټیټوالي پس ۷۵۹ میلیونو ډالرو ته ټیټ شوي دي.

همدا رنګه د ایران لخوا جرمني ته د مالونو د پلورلو کچه هم ۴۳ فیصده ټیټیدو سره ۱۲۳ میلیونه ډالرو ته کم شوي.

د امریکا تازه بندیزونه له لارې د دریمګړو هېوادونو هغو شرکتونو ته سزا ورکړل کېږي چې له ایران سره تجارتي اړیکې ساتي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېرکال د ایران او د نړی د طاقتورو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ز کال کې د شوې اټومي تړون څخه ووته.

په دې تړون کې ژمنه شوې وه چې که د تهران اټومي پروګرام پرامنه پاتې شو نو له هغه هېواده به اقتصادي بندیزونه لیري کېږي.

XS
SM
MD
LG