د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال خیبر پښتونخوا کې ۳۰ قوانین منظور شوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلي
د خیبر پښتونخوا اسمبلي

پراګ ـ د پاکستان د قانون جوړونې او روڼتیا د څار ادارې [پیلډاټ] په خپل یو راپور کې ویلي، په دې هېواد کې په تېر یو کال کې تر ټولو زیات قوانین د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې منظور شوي دي.

یادې ادارې پر خپله ویبپاڼه په خپور کړي یو راپور کې زیاته کړې چې د تېرکال له عامو ټاکنو وروسته تر اوسه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ۳۰، د پنجاب اسمبلۍ ۱۷، د سیند اسمبلۍ ۱۲ او د بلوچستان هغې اته قوانین منظور کړي دي.

خو په خیبرپښتونخوا کې ځینې اپوزیشن ګوندونه دا دریځ لري چې حکومت د مخالفه ګوندونو له سلا مشورې بغیر قوانین منظور کړي او بیا یې عملي کوي هم نه.

په دې اړه د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسین بابک د اګست پر ۱۰مه مشال رېډيو ته وویل، د پیلډاټ راپور یو اړخیزه دی.

" په نورو اسمبلیو کې په مجموعي توګه بیلونه منظور شي خو دا یوازینۍ اسمبلي ده چې دلته حکومت بغیر د اپوزیشن د مشورې قانونونه منظور کړي. که پیلډاټ د شمېر په بیناد وايي چې دومره قوانین منظور شوي نو دې سره زه اتفاق کومه ځکه چې په یوه ورځ کې دوی پینځه پینځه قانونونه هم منظور کړي دي."

د مسلم لیګ ن ګوند غړی سردار خان بیا وايي، اولس له ګڼو مسلو سره مخامخ دی نو باید حکومت لومړی د هغوی بنیادي مشکلاتو ته پام وکړي.

" قوانین خو دومره نه دي منظور شوي خو یوازې د بلدیاتو او په دفترونو کې ښځینه کارکونکیو د تنګولو او له هغوی سره د ناسم چلند په اړه قوانین منظور شوي دي. د موجوده حکومت په موده کې په هېواد کې ګراني ده، له ایي اېم اېف قرضې واخیستل شوې، د اپوزیشن ګوندونو غړي بې ځایه تنګول کېږي او ګرفتاروي یې."

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف غړي ارباب جهانداد مشال رېډيو ته وویل، اپوزیشن بې بنیاده تورونه پوري کوي او له دوی سره د قوانینو په ګډون په هېڅ یوه معامله کې بحث کولو ته نه کښېني. هغه وايي، اوس هم په ځېنو نورو قوانینو کار روان دی.

اپوزیشن ګوندونه او کارپوهان بیا وايي، قوانین جوړول یو ښه ګام دی خو باید هغه په سمه توګه عملي هم شي.

XS
SM
MD
LG