د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیم جونګ اون ډونالډ ټرمپ ته لیک استولی


د امریکا او شمالي کوریا مشران
د امریکا او شمالي کوریا مشران

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، چې د شمالي کوریا د رژیم مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی او دا یې هم ویلي چې دی بیا له کیم سره کتلای شي.

سره له دې چې په وروستیو ۱۴میاشتو کې ټرمپ او کېم درې واره سره کتلي، نړیواله ټولنه د شمالي کوریا د مزاییلو ازموینو او د اټومي وسلو جوړولو قابلیت تر هر بل وخت زیاته اندېښمنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د شمالي کوریا له مشر سره به بیا چېرته ویني؟

شمالي کوریا د اګست پر ۶مه دوه نوي میزایلونه وازمویل او پر امریکا او جنوبي کوریا یې هم د ګډو پوځي مشقونو د پېل له کبله سختې نیوکې وکړې.

XS
SM
MD
LG