د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې توپان ۱۶ تنه وژلي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

راپورونه وايي، د اګست پر۱۰ مه د چین په ختیځو برخو کې د توپان او د ځمکې د ښوییدو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او تر یو مېلیون زیات خلک اړ شوي چې له یادې سیمې وکوچېږي.

رسمي خبري اژانس زېنوا لیکلي چې د «لکیما» توپان د چین په جیجانګ صوبه کې خلکو ته تاوانونه اړولي دي.

د توپان له وجې د چین په ختیځ کې زرګونه پروازونه هم ځنډول شوي دي.

همدا رنګه تر ۲۰۰ زیات اورګاډي هم تر اګست ۱۲مې پورې ځنډول شوي دي.

د لوی توپان له وجې په شانګهای کې ۲۵۰ زره او جیجانګ کې اته لکه کسان نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG