د لاسرسي ځای

تازه خبر

'روس دې له جورجیا خپل ځواکونه وباسي'


په جورجیا کې مېشت روسي ځواکونه
په جورجیا کې مېشت روسي ځواکونه

امریکا او پنځو اروپايي هېوادونو پر روس غږ کړی چې خپل ځواکونه دې بیرته هغو ځایونو ته ستانه کړي چېري چې هغوی له جورجیا سره تر نښتو وړاندې مېشت ول.

دا په داسې حال کې ده چې د روس او جورجیا ترمنځ د پنځه ورځنۍ جګړې ۱۱ کاله پوره شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا، بیلجیم، استونیا، فرانس، جرمني، پولېنډ او بریتانیا سفیرانو دا غوښته د اګست پر اتمه په یو شریک بیان کې کړې ده.

هغوی د جورجیا د ازادۍ، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ اعلان کړی دی.

د روس د بهرنیو چارو وزارت جورجیا او د هغوی اروپايي ملاتړي په دې تورن کړي چې د روس خلاف غصه پارولو ته لمن وهي، سیمې ته وسلې وروړي او په غیر رسمي توګه جورجیا په ناټو کې ورګډوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG