د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري ځواکونه د ۱۷ 'ترهګرو' د وژلو ادعا کوي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د مصر امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د بېلا بېلو چاپو پر مهال یې ۱۷ مشکوک ترهګر وژلي دي.

د دوی په وینا، دا چاپې یې په تېره اونۍ کې په قاهره کې د شوي هغه برید په تړاو وهلې دي کوم چې شاوخوا شل تنه وژلي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اته وسله وال هغه مهال وژل شوي چې امنیتي ځواکونو یې په استا ښارګوټي کې پر پټنځای برید وکړ او اووه نور بیا د قاهرې په څنډه کې وژل شوي دي.

وزارت زیاتوي چې پاتې دوه هم په قاهره کې وژل شوي دي او په دوی کې یو د مشکوک اورپکي ورور وو او موټر یې چلاوی.

یاد وزارت ویلي چې دا وژل شوي ۱۷ کسان د ناقانونه ګرځول شوې اخوان المسلمین ملګرې ډلې حسم غړي وو.

د اګست پر څلورمه شوي برید ۲۰ تنه وژلي او ۴۷ یې نور ټپي کړي وو.

دا په څه باندې دوو کلونو کې په قاهره کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی وو.

XS
SM
MD
LG