د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر کې د جمعې لمانځه لپاره ګرځبندیز نرموو: هندي چارواکي


هندي چارواکو ویلي چې نن د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې ګرځبندیز نرموي.

په هند کې یوه پولیس چاروامي دلباغ سنګ ویلي چې خلک به د سرینګر ښار په ګڼو برخو کې ځینو سیمو پتېره جوماتونو ته پرېښودل شي.

د کشمیر کورواکي ختمولو پس د دلی حکومت هلته پر ولسي غونډو او زیاتو ګرځېدو بندیرونه لګول شوي دي او هلته یې ګڼ عسکر ور لېږلي او د پاکستان غوسه یې پارولې ده.

پاکستان ویلي چې ان د یوې بلې جګړې احتمال هم شته.

له دې سیمې د اګست پر اتمه راپوټونه وايي چې څه باندې پنځه سوه کسان پولیسو نیولي دي او ګڼو خلکو بیا د ممکنه جګړې له وېرې له سیمې کډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG