د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې په دوو بمي چاودنو کې نهه تنه ټپيان شوي

خوست کې د اګست پر اتمه سهار شاوخوا لس بجې سپین جماعت ته څېرمه په یوه سراچه موټر پسې د مقناطیسي ماین چاودنه شوي چې اووه کسان پکې ټپيان شوي دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر وايي چې ټپیان اوه واړه ولسي وګړي دي.

ورپسې شاوخوا یوولس بجې د خوست پروژې پل ته څېرمه دويمه چاودنه د پولیسو په رینجر موټر پسې وشوه، چې دوه تنه پولیس یې ټپیان کړل.

تر اوسه د یادو پېښو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG