د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر لانجه: پر ټولنیزو رسنیو د پښتنو غبرګون تر نورو ډېر


د پاکستان تر واک لاندې کشمیر. عکس له ارشیفه

هند په خپل اساسي قانون کې بدلون راوست او تر خپل واک لاندې کشمیر ځانګړی حثیت یې ختم کړ. له هغه وروسته نه یوازې د پاکستاني حکومت او پوځ له اړخه توند بیانونه مخې ته راغلي دي بلکې پر میډیا او ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه تود بحث روان شوی دی.

په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې چې د هند پرضد کوم خلک زیات سخت غبرګون څرګندوي په هغوی کې پښتانه تر نورو زیات لیدل کېږي.

د پاکستان په نورو سیمو کې لا په دې اړه څه ولسي غبرګون نه دی ښودل شوی خو په ځینو پښتني سیمو کې یوشمېر کسانو لاریونونه کړي دي. په پښتنو کې پر داسې رویه نیوکې هم کېږي او په خپله د پښتنې سیمې لپاره تاواني عمل بلل کېږي.

په پښتني ټولنه کې د داسې رویو لاملونه او د بدلون لار څه ده؟

په سیمه کې پر سیاست او سخت دریځۍ نظر لرونکي وايي، دا خبره سمه نه ده چې ګواکې ټول پښتانه سختدریځي دي خو د دوی په وینا یوشمېر پکې داسې دي چې د خپلې ناپوهۍ له کبله د نورو د ګټو لپاره استعمالېږي.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر خادم حسین وايي، دا ډلې یا کسان داسې دي چې په منظمه توګه د همداسې حالاتو او واقعاتو لپاره ساتل شوي وي.

''په کومو سیمو کې چې ریاست شعوري هڅه کړې چې پر ترهګرۍ ولاړ اقتصاد پرمخ یوسي نو هلته یې تور اقتصاد رامنځ ته کړی دی او دا هغه کسان دي چې له دې سره تړلي دي او بیا چې کله ریاست خپله بیانیه ولس یا نړۍ ته ښودل غواړي نو بیا دا کسان یا ډلې رامیدان ته کړي.''

خو د سیاسي چارو یوبل شننونکی مشتاق رحیم وايي، پښتانه ځکه د نورو د ګټو لپاره استعمال شوي چې دوی حالاتو ته داسې نه ګوري لکه نور قامونه چې ورته ګوري.

''د دوي په خوله او زړه خبره یوه وي او پر مذهب کلک ولاړ دي نو ځکه نورو قامونو د تاریخ په اوږدو کې د دوی له دې سپېڅلتیا څه ګټه اخیستې ده.''

ډاکټر خادم حسین وویل، د داسې ډلو او خلک شمېر ښايي پخوا ډېر وو خو اوس خلک په دې پوه شوي دي چې د ریاستونو ترمنځ مسلې پر ولسي کچه نه بلکې د ریاستي ادارو په کچه هوارېږي.

''د دې شعور یوه وجه دا ده چې له چتراله تر بولانه چې د پښتانه پر وطن کومې مسلې راځي نو یو خو نور قامونه پر دې له پښتنو سره نه راپورته کېږي او بل په دې پوهه ډېره زیاته شوې ده چې پښتانه فکر کوي چې له نور قامونو سره د کېدونکي ظلم په اړه د هغوی اخلاقي ملاتړ په کار دی خو لومړی باید خپلو ستونزو ته پام وشي.''

خو مشتاق رحیم وویل، که څه هم پښتنه ټولنه د پخوا پرتله بدله شوې ده خو بیا هم پکې د پوهې د خپاروي لپاره ډېر زیار ته ضرورت دی.

''دا ضروري ده چې په ټولنه کې تعلیم عام شي او بیا دې په ټولنیزو ناستو پاستو کې دې پوه وګړي د خلکو پوهولو لپاره لا نورې هڅې وکړي.''

ملتپال ګوندونه پر پاکستاني ریاست تور پورې کوي چې ګواکې بې تعلیمه پښتانه د خپلو ګټو لپاره کاروي خو ریاست او ریاستي ادارې بیا هغه خلک محب وطن بولي چې د ریاست بیانیه پرمخ وړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

هغه نجلۍ چې د هلک په نامه یې زده کړې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG