د هند بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او تجربهکاره سیاستواله سوشما سواراج د ۶۷ کلونو په عمر مړه شوه.
نوموړې چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند واکمن ګوند بهاراتیا جنتا ګوند له پېژندل شویو مشرانو څخه وه، په وروستیو انتخاباتو کې یې د ناروغۍ له کبله ګډون و نه کړ.
د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي پر خپل ټویټر لیکلي چې د سواراج په مړینه د هند په سیاست کې یو پرتمین باب وتړل شو.
مودي ویلي، هند د خپلې دې یادې مشرې په مړینه چې خپل ژوند یې د خپلو خلکو خدمت او د بېوزلو د ژوند ښه کولو ته سپارلی و، ویرجن دی.
مېرمن سواراج د نرېندرا مودي په پخوانۍ کابینه کې د بهرنیو چارو وزیره وه او له افغان چارواکو سره یې نږدې اړیکې درلودې.