د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: موټر بم برید ۱۴ تنه وژلي، لسګونه ژوبل


یو سړی تر چاودنې وروسته ژوبله ښځه روغتون ته وړي
یو سړی تر چاودنې وروسته ژوبله ښځه روغتون ته وړي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د اګست اوومې په موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشال سادات په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې په ټپیانو کې ۹۹ تنه ولسي افغانان او پاتې امنیتي سرتېري دي.

تر حملې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې.

هلته د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وايي، په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۵ټپیان بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پولیس په کابل کې د چاودنې ځای ویني
پولیس په کابل کې د چاودنې ځای ویني

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

په تېرو اوونیو کې په کابل کې یو شمېر بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د اګست پر څلورمه، د خورشید ټېلېوېژن د کارکوونکو پر بس د مقناطیسي بم برید وشو چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، پکې دوه کسان ووژل شول او د ټېلېوېژن د درو کارکوونکو په ګډون پکې څلور ژوبل شول.

د ټېلېوېژن پر بس د حملې ذمه واري هېڅ ډلې و نه منله خو د کورنیو چارو وزارت وايي، موندنې یې ښيي چې دا د طالبانو کار وو.

خو طالبانو په برید کې د ککړتیا تور رد کړی.

د جولای پر ۲۸مه، مازیګر مهال د کابل په ۱۵مه حوزه کې د "زرغون بهیر" پر دفتر په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، لومړی دفتر ته نېږدې موټر بم برید وشو او بیا وسله وال ودانۍ ته ورننوتل چې افغان ملي امنیتي سرتېري یې څو ساعته پر ضد وجنګېدل.

د دې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې خو د کورنیو چارو وزارت یې پړه پر طالبانو اچوي.

د کابل نننی ځانمرګی بريد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکل شوي چې طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او پر ولسي عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي.

همدا شان اجراییه ریس عبدالله عبدالله ویلي چې طالبان هڅه کوي چې په دې ډول حملو سره انتخاباتي بهیر له خنډ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل د ښار د اتمې او پنځلسمې امنیتي حوزې او دغه شان د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ترهګرو پرضد تصفیوي عملیات کړي چې له امله يې د ترورستانو یو مهم مرکز له منځه وړل شوی، او دوه تنه ځانمرګي بریدګر پکې وژل شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي چې د دغه عملیاتو له امله د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو درې عسکر هم وژل شوي دي.

بل خوا یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان که څه هم د وسله والو پرضد د دغه ډول عملیاتو کول ښه اقدام بولي خو وايي بسنه نه کوي باید کشفي او استخباراتي ارګانونه هر ډول حملې په نطفه کې خنثا کړي.

له ډلې يې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"دا باید ومنو چې زموږ کشفي او استخباراتي برخې ډېرې کمزورې دي، ځکه که دوی کمزوري نه واي نو باید د دښمن په دننه کې دوی باید نفوذ درلودای او د دغه ډول حملو په اړه يې وړاندې له وړاندې اطلاعاتو ترلاسه کولای تر څو په نطفه کې يې خنثا کړي واي، که څه هم امنیتي ځواکونه د وسله والو پرضد عملیات زیات کړي دي خو دا هم بسنه نه کوي امنیتي ځواکونه باید د خلکو د ساتنې لپاره نورې هڅې هم وکړي."

وروستۍ پېښې داسې مهال کیږي چې له یوې خوا د قطرپه مرکز دوحه کې د سولې خبرې رواني دي او له بله خوا په افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره منډې ترړې پیل شوي دي اود افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه بهیر د ښه امنیت په هدف ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په دندو ګومارلي دي.

د دوحې په ناسته کې که څه هم د ملکي تلفاتو په مخنیوي ټینګار شوي خو په افغانستان د یوناما د وروستي راپور په اساس د یوازې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي د جنګ جګړو له امله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG