د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي د رسنیو پر بس برید د طالبانو کار دی


د خورشید ټېلېوېژن د عملي د موټر یو انځور چې د اګست پر څلورمه د حملې ښکار شو
د خورشید ټېلېوېژن د عملي د موټر یو انځور چې د اګست پر څلورمه د حملې ښکار شو

کابل - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه ادعا کوي چې په کابل کې د خورشید ټېلېوېژن پر کارکوونکو پرونۍ حمله د طالبانو کار دی.

په کابل کې د خورشید ټېلېوېژن پر کارکوونکو د اګست څلورمې د برید ذمه واري هېڅ ډلې نه ده منلې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید د طالبانو کار وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، طالبان تر ډېره د هغو حملو مسوولیت پر ځان نه مني چې په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

رحیمي د اګست پر پېنځمه مشال راډیو ته وویل: "زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې دا حمله د طالبانو له خوا شوې، نه یوازې دا حمله بلکې په ډېریو نورو حملو کې هم چې ملکیان هدف ګرځول کېږي، طالبان یې مسوولیت نه اخلي، په داسې حال کې چې اکثرو ترهګریزو بریدونو کې د دوی لاس وي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په حمله کې د ککړتیا تور رد کړی.

د خورشید ټېلېوېژن پر کارکوونکو تر برید مخکې د جولای پر ۲۸مه، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز انتخاباتي ډلې د مرستیال امرالله صالح پر دفتر د حملې په ګډون د یو شمېر نورو بریدونو ذمه وارۍ هم چا نه دي منلي.

د دولت ساز انتخاباتي ډلې د مرستیال امرالله صالح دفتر تر برید وروسته
د دولت ساز انتخاباتي ډلې د مرستیال امرالله صالح دفتر تر برید وروسته

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د صالح پر دفتر برید هم د طالبانو کار وو.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د خورشید ټېلېوېژن د کارکوونکو پر بس د یکشنبې د ورځې په حمله کې دوه تنه وژل شوي او د یاد ټېلېوېژن د درې کارکوونکو په ګډون څلور ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خورشید ټېلېوېژن پر موټر برید غندلی او ویلي یې دي چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګي جنایت دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په خپل یوه ټویټ کې ویلي، د رسنیو پر کارکوونکو برید غندي.

نوموړي لیکلي: "پر ملکیانو او رسنیو برید بې هدفه دی، ټولې خواوې باید په سولې او د افغانستان په راتلونکي تمرکز وکړي."

دغه شان د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون هم ویلي چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلي کړي.

په کابل کې د خورشید ټېلېوېژن د کارکوونکو پر موټر په داسې حال کې د مقناطیسي ماین په وسیله حمله شوې چې مخکې تر دې طالبانو د روان کال په جولای کې رسنیو ته خبرداری ورکړی وو چې د دغې ډلې پر ضد باید د سوداګریزو اعلانانو له خپرولو ډډه وکړي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ اداره "نی" په دې باور ده چې دا حمله د طالبانو له یاد ګواښ سره تړاو لري.

د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر مشال راډیو ته وویل: "دا حمله د بشریت په وړاندې یو جنایت دی، تر اوسه هېڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی، خو زه فکر کوم هغه ګواښ ته په پام سره چې د طالبانو له خوا موجود دی، که کومه بله ډله دا مسوولیت ونه مني، ښکاره ده چې دا به د طالبانو کار وي."​

XS
SM
MD
LG