د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د ایران نوی خبرداری


د امریکا او ایران بیرق
د امریکا او ایران بیرق

ایران د اګست پر پنځه د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون اروپايي لاسلیکوونکو هېوادونو ته ویلي که پر دغه هېواد د امریکا په بندیزونو کې نرمي ونشوه نو ایران به په یاد تړون عملدرامد کم کړي.

د راپورونو له مخې د ایران اقتصاد ته د امریکايي بندیزنو له وجې زیان رسیدلی دی.

برتانیا، فرانس او جرمني تر اوسه په دې پاتې راغلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اټومي فعالیتونو محدودولو په برخه کې پر ایران له یو اړخیزه فشار اچولو څخه منع کړي.

پر ایران د امریکا بندیزونه یو وارې بیا له هغه وروسته عملي شول چې تهران د هرمز تنګي له لارې د انرژی د ټولو برامداتو بندولو دړکه ورکړه.

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي ویلي، ایران د درنو اوبو زخیرې د ۱۳۰ ټنو له حده زیاتې کړي دي.

نوموړي ویلي،موږ به یا خپلې ژمنې یوې خوا ته پرېږدو یا به یې وځنډوو او یا به د خپلو اټومي فعالیتونو رفتار زیات کړو.

XS
SM
MD
LG