د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاهره کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي


په مصر کې چاودنې.
په مصر کې چاودنې.

د مصر چارواکي وايي،په پلازمینه قاهره کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

مصر د کورنیو چارو وزارت د اګست پر پنځمه په یوې اعلامیې کې ویلي، تېره ورځ ناوخته د کېنسر روغتون بهر یو موټر له درو نورو ګاړو سره وجنګېده او په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.

دغه وزارت وروسته وویل چې په یاد موټر کې باروت اېښودل شوي ول او غوښتل یې چې د ترهګرۍ په کارروايي کې وکارول شي.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي،دا موټر د حسم په نوم یوې سختدریځي ډلي لخوا تیار شوی وو خو دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې ۴۷ تنه ټپيان دي.

حسم ډلې له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په قاهرې کې پر مصري پولیسو چارواکو او ججانو د ګڼو بریدونو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG