د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په هلمند کې د ۱۵وسله والو وژلو ادعا کوي


په هلمند کې د وسله والو پرضد د افغان ځواکونو عملیات.
په هلمند کې د وسله والو پرضد د افغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د هلمند امنیتي چارواکي د نهر سراج ولسوالۍ په شاوخوا کې د ۱۵وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د هلمند د امنیه قومندانۍ د رسنیو د دفتر یو چارواکي محمد زمان همدرد بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل چې دا وسله وال د اګست پر پنځمه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

محمد زمان همدرد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړو او پخپله افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG