د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د امریکا پر دریځ د مایک پامپېو ټینګار


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو

سېډني - امریکا یو وار بیا د افغانستان مسلې ته د یوې ډېپلوماټيکې حللارې پر لټولو او د دې هېواد خاوره د ترهګرو استعمال ته پر نه پرېښودو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د اګست پر څلورمه په استرالیا کې وو او هلته یې د افغانستان په اړه د امریکا د دریځ په اړه وویل: "د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ واضح کړه چې غواړي یو ډېپلوماتیکه حللاره پيدا کړو، چې په مټ یې موږ په [افغانستان] کې خپل [پوځي حضور] کم کړو او هم په یو وخت دا ډاډ حاصل شي چې افغانستان هېڅ کله بیا په یوه داسې ځای نه بدلېږي چې ترهګر ورڅخه پر امریکا برید ترسره کړای شي."

امریکا تر دې مخکې ویلي، غواړي چې په افغانستان کې خپله ۱۸ کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوي او افغانان د هغه هېواد پر سیاسي راتلونکي سره جوړ راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپېو د استرالیا په سېډني کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد دریځ پر داسې وخت بیا یاد کړ چې له هغه ځایه زرګونه کیلومتره لرې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د ده ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او پلاوی یې له طالبانو سره په اتم پړاو خبرو بوخت دي.

د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د خلیلزاد او طالبانو خبرې د اګست له درېیمې پیل شوي او دا وار دواړه لوري یوه تړون ته د رسېدو هیله مني ښيي.

په دوحې کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین د اګست څلورمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو له لوري د عبدالغني برادر او د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد په مشرۍ په دوحه کې د اتوار د ورځې غونډه د مازیګر په پېنځو بجو پیل او تر اتو بجو یې دوام وکړ.

هغه وویل، د طالبانو او امریکایانو خبرې خورا مهمې ښکاري او دواړه لوریو ویلي چې ښايي موافقې ته ورسي:

"دلته د ډېپلوماتیک کلب په نوم د قطر په یوه دولتي مېلمستون کې خبرې روانې دي، موږ پوښتنه وکړه او راته ویې ویل چې د یوې اوونۍ لپاره دا ځای د خبرو لپاره نیول شوی، خو ممکن وغځېږي، عمومي فکر دا دی چې د دې اوونۍ په جریان کې دا خبرې پای ته ورسېږي او ډېر امکان یې شته چې هوکړې ته هم سره ورسېږي."

زلمي خلیلزاد د اګست پر درېیمه پر ټوېټر ویلي ول چې یوې ښې هوکړې ته چمتو دی او طالبانو هم ښکاره کړې چې غواړي هوکړه وروستۍ شي.

​د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اګست پر درېیمه ټویټ کړی وو چې که تړون نهايي شي، بهرني پوځیان به وځي او ورسره سم به یې له افغان لوري سره خبرو ته لار خلاصه شي.

د دوحې ناستې ته ورغلي خبریال او لیکوال سمېع یوسفزي مشال راډيو ته ویلي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ لا هم ځینې مسایل نه دي هوار شوي او نه شي ویلي چې حتماً به تړون وروستی شي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحده ایالتونو مرکچي پلاوي د افغانستان د سولې او پخلاینې په تړاو له طالبانو سره له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې څو وارې لیدلي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د هغه هېواد خاوره د ترهګرو کارېدو ته نه پرېښودل، دایمي اوربند، بین الافغاني خبرې او د سولې موافقه ټول ورته مهم دي او موافقه باید په ټولو وشي، که نه پر هېڅ شي موافقه نه شي کېدای.

XS
SM
MD
LG