د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ډزو بله پېښه، دا ځل ۹ کسان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا په اوهایو ایالت کې یو تن پر ډزو ۹ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي دي. دا په امریکا کې په خواوشا څلېریشتو ساعتونو کې د ډزو دویمه پېښه ده.

د اوهایو د ډېټن سیمې پولیسو پر ټویټر لیکلي، د پېښې تر شا لاس لرونکی مشکوک تن وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر درېیمه، په ټیکساس ایالت کې یو تن د الپاسو په بازار کې پر خلکو ډزې وکړې چې پکې ۲۰ تنه ووژل شول او خواوشا ۲۶ نور زخمیان شول.

په امریکا کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي. هلته په دې اړه هم بحثونه کېږي چې د وسله په اسانه د ترلاسه کېدو خلاف دې قانون سازي وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG