د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې سېلاوونو زیانونه اړولي


بنو ـ د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې ورښتونو او سېلاوونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي. خلک له حکومته د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

ځايي چارواکي او د سیمې خلک وايي لږ تر لږه شپږ کسان سیلاوونو وژلي، کورونه، دوکانونه او بازارونه یې نړولي دي.

دته خېل د شمالي وزیرستان د مرکز میرامشا نه لرې پرته سیمه ده او دغلته د شګه بازار په نوم یو نوی مارکېټ سیلاوونو اغېزمن کړی او راپورونه وايي، ۵۰ دوکانونه یې نړولي دي.

د دته خېلو یو اوسیدونکي رحمت خان د اګست پر ۴مه مشال راډیو ته وویل:

"د شپې درې بجې خوړ راغلو، خلک یې ډېر سره خراب کړل، له پنځوسو تر شپیتو دوکانونه یې خراب کړل او سامانونه یې وېوړل."

نوموړی د بیلابېلو حکومتي ادارو څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د ازمون په دې ګړۍ کې مرستې وکړي.

د شمالي وزیرستان د یادې حلقې نه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته نوی منتخب شوی غړی میرکلام وزیر وايي، د ورښتونو او سیلاوونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه یې د اړونده ادارو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاتوي:

"چې څنګه راله دا خبر راورسېدو، نو فورا مې د چارواکو سره خبرې وکړې. مرسته کونکو ادارو راسره وعده کړېده چې خلکو ته به د هغوی د تاوانونو معاوضه ورکوي."

د شمالي وزیرستان د ضلعې انتظامیه هم وايي چې د سیلاوونو د تاوانونو معلومات دوی ټولوي او د اړونده مرسته کونکیو ادارو سره یې شریکوي.

په شمالي وزیرستان کې د ټوچي په نوم سیند بهیږي چې د افغانستان له منګړیتې سیمې سرچینه اخلي او د خیبر پښتونخوا د بیلا بېلو سیمو نه په تېرېدو د لکي مروت ګمبېله سیند سره یو ځای کېږي.

په ټوچي سیند کې د سیلاوونو د ورګډېدو وروسته په ځینو سیمو کې اوبه له مورګو اوړي او په دواړو غاړو پرتو زمکو، کورونو او فصلونو ته تاوان رسوي.

د سیمې خلک دا غوښتنه هم له ډېره وخته کوي چې د سیند دواړو خواوو ته دې حفاظتي پوشتې یا استنادي دیوالونه جوړ شي خو تر اوسه یې غوښتنه نه ده منل شوې.

XS
SM
MD
LG