د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي له هېواده یې د بهرنيوو ځواکونو وتل به د دې پوځونو په مالي ملاتړ کوم اغېز ونه کړي ځکه چې نړيوال به د پخوانيوو تړونونو ترمخه ملاتړ جاري وساتي.
هغه پرون په کابل کې افغان ځواکونو ته د وېنا پر مهال وويل چې طالبانو سره خبرو ته هيله من دی خو د دغو مذاکراتو تر پېلېدو پورې د وسله والو ځپل مه ودروئ.
دا مهال د افغانستان لپاره د امريکې بهرنيوو چارو ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د طالبانو سره خبرې کوي.
طالبان له افغانستانه د خوا او شا لس زره امريکايي ځواکونو وتل غواړي.دواړو خواوو تمه ښودلې چې ښايي دا د تېرو اتوو مياشتو راهيسې روانو خبرو وروستی پړاو وي او کېدای شي دواړه غاړې يو جوړجاړي ته ورسېږي.