د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر او محسن داوړ مقدمې اورېدنه د اګست تر اتمې وځنډول شوه


د علي وزیر او محسن داوړ پخوانی عکس

پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر اتمې وځنډول شوه.

د پېښور بار کونسل مشر او نومیالی قانون پوه اډوکېټ لطیف اپرېدی سره له یو شمېر نورو وکیلانو د اګست پر دریمه د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانت پر درخواست د بحث لپاره د بنو په ترهګرۍ ضد عدالت کې وړاندې شو.

د ترهګرۍ ضد عدالت جج په رخصتي وو او اورېدنه د میرانشاه د سېشن جج په وړاندې وشوه خو بې له څه پرېکړې د اګست اتمې ته وځنډول شوه.

د علي وزیر او محسن داوړ په استازیتوب عدالت ته په وړاندې شوو وکېلانو کې شامل اډوکېټ سنګین خان مشال راډیو ته وویل چې جج د دوي د ضمانت درخواست له سره اورېدلی نه دی.

اډوکېټ سنګین خان وویل چې دوي عدالت ته درخواست ورکړی چې د دوي – درخواست – خارج کړي تر څو دوي های کورټ ته ولاړ شي.

د ده په وینا ، هغه درخواست هم پر ځای پاتې شو او عدالت امر وکړ چې بله اورېدنه به د اګست پر اتمه نېټه تر سره کېږي.

پر دې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ پلویان د عدالت مخې ته را غونډ شوي وو.

دا له هغه وروسته ده چې د غورځنګ غړو او پلویانو د اګست پر دویمه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کېدو لپاره لاریونونه او احتجاجي غونډې وکړې.

دوي غوښتنه کوله چې پر علي وزیر او محسن داوړ درج کړل شوې مقدمې پر دروغ ولاړې دي او هغوي دې زر تر زره خوشي کړل شي.

احتجاج کوونکو ته په ویناوو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو وویل چې که مشران یې خوشي نه شو په لا پراخو او سختو احتجاجونو به لاس پورې کړي.

علي وزیر او محسن داوړ دا وخت په زندان کې دي. دوي د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر هغه پېښه وروسته نیول شوي وو په کوم کې چې د پاکستاني پوځ په ډزو د یاد غورځنګ لږ تر لږه ۱۴ غړي وژل شوي وو.

پوځي او حکومتي چارواکي تور پورې کوي چې د مې پر ۲۶مه شوې هغه پېښه کې لومړی د غورځنګ غړو پر امنیتي پوسته برید کړی وو خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي پوځ یې بې ګناه او بې وسلې غړي وژلي دي.

تر هغه پېښه وروسته د سړک غړې ته د ښخ کړل شوو بمونو چاودنې شوې وې چې د پاکستان پوځ یې په تور کې پر علي وزیر او محسن داوړ مقدمې درج کړې دي.

دا چاودنې هغه وخت شوې وې چې علي وزیر او محسن داوړ وار له مخه نیول شوي او په زندان کې وو. پښتون ژغورنې غورځنګ دا مقدمې پر دروغو ولاړې بولي او غوښتنه کوي چې علي وزیر ، محسن داوړ او د غورځنګ نور نیول شوي غړي دي زر تر زره خوشي کړل شي

XS
SM
MD
LG