د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر درېدلی


په پاکستان کې افغان کډول
په پاکستان کې افغان کډول

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر بند شوی دی.

د دې وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري د اګست پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د ایران، پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو د پرېکړې پر اساس، ایران او پاکستان په جبر د افغان کډوالو له ستنولو لاس اخیستی دی.

سید عبدالباسط انصاري وویل، د جون میاشتې راهیسې له ایران او پاکستانه هېڅ افغان کډوال په جبري ډول نه دی ایستل شوی.

د افغانستان حکومت وايي چې یو اعشاریه څلور میلیون افغانان په پاکستان او لږترلږه درې میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG