د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان باید د افغانستان راتلونکو انتخاباتو برخه وي: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، د افغانستان راتلونکي انتخابات باید ټول‌شموله واوسي او طالبان هم باید پکې برخه واخلي.

نوموړي چې پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې خبرې کولې وویل، کله چې پاکستان ته ستون شي هلته به له طالبانو سره وګوري او هغوی به له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

عمران خان وايي، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیکي ژورې د ترلاسه کولو هڅو خپله د دوی ملک ته زیان اړولی خو اوس یې په افغانستان کې د نه‌ لاسوهنې پالېسي خپله کړې.

هغه ټینکار وکړ چې د پاکستاني پوځ په استازیتوب هم خبرې کوي ځکه په وینا یې پوځ‌ یې د ټولو پالېسیو تر شا ولاړ دی.

عمران خان وویل دوی به نور د افغانستان په چارو کې مداخله و نه‌ کړي او افغانان به پرېږدي چې هر څه غواړي هماغسې وکړي، یوازې د سولې بهیر لپاره به اسانتیا ورته برابره کړي.

عمران خان وايي، دا چې ده تل ټینګار کړی چې افغانستان کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لاره نه‌شته، نو طالبان پرې یو څه باور لري او کله چې د پاکستان وزیر اعظم شو، هغوی غوښتل ورسره وګوري، خو افغان حکومت د دې لیدنې ترسره کیدل نه‌ غوښتل.

(ښی-کیڼ) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال
(ښی-کیڼ) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال

عمران خان وايي: "دوی (طالبانو) غوښتل ما سره وګوري، خو افغان حکومت هغه مهال نه‌ غوښتل چې ورسره وګورم، نو ما ورسره و نه‌ کتل، خو اوس چې زه بیرته ولاړ شم، له ولسمشر ټرمپ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدو وروسته، زه به له طالبانو سره وګورم، او زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې هغوی د افغان حکومت سره خبرو ته راولم او په افغانستان کې راتلونکي انتخابات باید ټول‌شموله انتخابات وي چې پکې به طالبان هم برخه ولري."

عمران خان د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه وویل چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د امریکا او پاکستان اړیکو کې تر ټولو بد پړاو و.

د نوموړي په وینا په دې موده کې پاکستانیانو فکر کاوه چې د امریکا جګړه ور په غاړې ده، خو امریکا ګومان کاوه چې پاکستان د افغانستان په جنګ کې کافي مرسته نه‌ کوي او دوه مخې لوبه کوي.

د پاکستان وزیر اعظم زیاته کړه چې اوس د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ دا بې‌باوري پای ته رسېدلې او د افغانستان په اړه یوه خوله دي.

خان زیاته کړه: "دا وخت د پاکستان دولت، زموږ امنیتي ځواکونه، امریکا ټول په یوه خوله یوو، هغه دا چې سوله په افغانستان کې یوازې د سیاسي جوړجاړي او ډیالوګ له لارې تر لاسه کېدای شي. اوس موږ ټول په دې کار کوو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوو. دوی لا دمخه امریکا سره خبرې پیل کړي او هیله لرو چې دا به بالاخره یو جوړجاړي ته ورسېږي."

که څه هم عمران خان وايي طالبان پرې یو څه باور لري، خو ایا عمران خان او د پاکستان پوځي او نظامي ادارې پر طالبانو دومره اغېز لري چې دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي؟

امریکا کې د هارټفورډ په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد وېس وردګ وايي، پاکستان په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ښکېل دی. نوموړی وايي، دې هېواد په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا له مستقیمې مداخلې وروسته، خورو ورو شویو طالبانو ته خوندیتوب او د راټولېدو ځالې برابرې کړې ځکه طالبانو هغه وخت خوندیتوب او پاکستان پر افغان حکومت د فشار وسیلې ته اړتیا درلوده.

ښاغلی وردګ وايي: "دې حقیقت ته په کتو پاکستان پر طالبانو او د افغانستان د سولې پر بهیر مستقیم اغېز لري او کولای شي طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي، نو که پاکستان کې داسې نیت موجود وي، افغان حکومت هم باید دې ته هرکلی ووايي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

عمران خان افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو د کېنولو چمتووالی په داسې حال کې ښيي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې د هڅو په لړ کې پرون (سېشنبه) کابل ته ورسېده او هلته‌ یې له ولسمشر غني، سره وکتل.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې له ولسمشر غني سره ګوري چې ارګ د امریکا دولسمشر ډونالد ټرمپ او عمران خان په شریکه خبري غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه د دواړو پر څرګندونو ناخوښي ښودلې او په دې اړه‌ یې د وضاحت غوښتنه کړي.

ارګ د سېشنبې په ماښام ویلي چې د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد ترمنځ لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستیو څرګندونو "هر اړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې ډاکتر زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي"، خو په دې اړه‌یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د دته خېلو کډوال دې ستانه کړل شي: جرګه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG