د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د لنډ واټن دوه نور توغندي وازمویل


د شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي میزایل.
د شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي میزایل.

شمالي کوریا د جولای پر۳۱مه د لنډ واټن ویشتونکي دوو بېلیسټک میزایلو ازموینه کړې.

د جنوبي کوریا پوځ وایي، دغه دواړه۳۰ کلومیټره بره تر ۲۵۰ کلومیټرو پورې واټن وویشت.

د جولای پر ۲۵مه شمالي کوریا له هغې وروسته لومړنۍ میزایلي ازموینه وکړه چې د تېر جون میاشت کې د دغه هېواد مشر کم جون اون او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې رضا شول چې د اټومي وسلو پاکولو په اړه درېدلو خبرو ته بیا کتنه وکړي.

د جنوبي کوریا د پوځ مشر په یو بیان کې ویلي د شمالي کوریا د توغندیو بیا بیا ازموینه په کوریایي ټاپو وزمه کې د تناو کمولو هڅو لپاره ښې نه دي او دوی یې د ودرولو غوښتنه کوي.

شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا په ګډو جنګي مشقونو ناخوښي ښودلې.

دواړه هېوادونه به په راروان وخت کې بیا جنګي مشقونه پیلوي چې شمالي کوریا یې د حملې تیاریانې بولي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG