افغان چارواکي وايي، نن د چارشنبې ګهیځ د کندهار-هرات پر لویه لار د سورلۍ پر یوه بس د سړکغاړې چاودنې ۳۴ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل فېسبوک لیکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ولسي افغان وګړي د دې چاودنې ښکار شوي دي.
نوموړي د افغانستان دولت مخالفین وسله وال طالبان تورن کړ چې د ماین په دې چاودنه یې ولسي افغان وګړي وژلي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب محب ازادي راډیو ته ویلي چې د ماین چاودنه د دغه ولایت په اب خرما سیمه کې سهار اته بجې پر یوه بس شوی چې له هراته و کندهار روان وو.
کومې وسلهوالې ډلې سمدستي د پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی او نه هم طالبانو د حکومت په خبرو کوم غبرګون ښودلی.
له دې مخکې د دولت پرضد وسلهوالو ډلو د افغان پوځیانو د هدف ګرځولو لپاره پر لویو لارو ماینونه ښخوي چې په چولو یې تل ولسي افغانانو مرګژوبله اوړي.