د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د ولسي افغانانو مرګژوبله ۲۷ فيصده کمه ښيي


ارشیف، په کابل کې د یوه برید د ټپیانو یو انځور
ارشیف، په کابل کې د یوه برید د ټپیانو یو انځور

د يوناما د يوه تازه راپور له مخې چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی، ښيي چې په افغانستان کې د سږني ۲۰۱۹ز کال په لومړني نیمايي کې د ۲۰۱۸ز کال په پرتله د ولسي افغانانو په مرګژوبله کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يوناما وايي، د جګړې اړخونو د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره يو څه هڅې کړي، خو دا هڅې کافي نه دي.

په راپور کې راغلي چې د حکومت پلوه عناصرو د هوايي بریدونو له امله بیا د ولسي افغانانو د مرګژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې ده.

اخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل بیا وايي چې افغان ځواکونه د جګړې پرمهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

دی زیاتوي: دې راپور يو ځل بیا ثابته کړه چې ولسي افغانانو ته زیاته مرګژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا رامنځته شوې، دوی افغان وګړي په نښه کوي او عام ځایونه او خلک د سپر او ډال په توګه کاروي، افغان ملي ځواکونه په عملیاتو کې له زیات احتیاطه کار اخلي، موږ پر دولت او دولت پلوو ځواکونو زیات قیودات وضعه کړي او دا مو تل ویلي چې د جګړې پرمهال باید اصول او قوانین په پام کې ونیسي.

د يوناما د راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ۱۳۶۶ تنه وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د يوناما په راپور کې راغلي چې ملکیانو ته ۵۲ سلنه مرګ ژوبله د دولت د وسله والو مخالفینو په حملو کې اوښتې، ۳۸ سلنه یې طالبان، ۱۱ سلنه یې داعش ډله او ۳سلنه یې د دولت مخالفې نامعلومې وسله والې ډلې جوړوي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپله ټوېټرپاڼه کې د يوناما له خوا دوی ته د ملکیانو د مرګ ژوبلې اړولو ياده فیصدي رد کړې او له ګڼو نیمګړتیاوو یې ډکه بللې ده.

د دغه راپور له مخې، ملکیانو ته ۳۷ سلنه مرګ ژوبله د دولت پلوو ځواکونو په هوايي او نورو بریدونو کې اوښتې چې ۱۸ سلنه یې افغان ځواکونه، ۱۲ سلنه یې نړیوال ځواکونه او ۲ سلنه یې نور حکومتي وسله وال ځواکونه جوړوي.

په پکتیا کې د هوایي برید له کبله د وژل شویو خلکو یو انځور
په پکتیا کې د هوایي برید له کبله د وژل شویو خلکو یو انځور

خو دا چې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو په حملو کې ولې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړې؟ په دې اړه د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې عمومي مسؤل بهزاد حکاک وايي: په دې برخه کې زیات لاملونه موجود دي، لکه د وسله والو مخالفینو په جنګي تګلارو کې هر وخت بدلونونه لیدل کېږي او دولت د دوی د دغو تګلارو د مخینوي په برخه کې يا ناتوانه دی او يا هم ناغېړي کوي چې يوه بېلګه یې د اوسېدو ځایونه دي چې ورڅخه په امنیتي ځواکونو حملې کېږي او افغان ځواکونه هم ځوابیه حملې کوي چې دا د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

ښاغلی حکاک د افغان او بهرنیو ځواکونه له خوا هوايي حملې او د شپې عملیات د دوو نورو عواملو په توګه يادوي چې له امله یې ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي.

د يوناما راپور هم ښيي چې د هوايي بریدونو له امله د رامنځته شویو ملکي تلفاتو ۸۳ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو ته، نهه په سلو کې افغان هوايي ځواکونو ته او پاتې اته په سلو کې نا مشخصو شویو حکومت پلوو ځواکونو ته راجع کېږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جګړې ښکېل اړخونه تل ژمنې کوي چې د ملکیانو خوندیتوب ته ژمن دي، خو بیا هم لیدل کېږي چې د دوی په حملو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې دا موضوع د اندېښنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG