د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي له افغانستانه څاروي نشی راوړئ: سوداګر


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

د خېبر ضلعې د څارویو سوداګر وایي، هر کال د لوی اختر په موقع له افغانستانه د قربانۍ لپاره څاروي راوړي خو سږ کال ورته حکومت د دې اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، هر کال له افغانستانه د خېبر او نورو ضلعو خلک په زرګونه څاروې راوړي خو دا ځل دوی ته شرطونه اېښودل شوي دي. دوی وايي د دې بندیز له وجې د وړو څاروو بیې لوړې شوې دي.

په لواړګې بازار کې د وړو څاریو یو سوداګر اختر خان مشال راډیو ته وايي، حکومت مالونه بند کړي دي لاره نه ورکوي او کله له یوه او کله له بلې غاړې مالونه راوړي.

نوموړی وايي: ''له افغانستانه مالونه هم ارزان راته پرېوځي او هم یې نرخ ښه وي.''

د خېبر ضلعې ځینو نورو سوداګرو او ولسي وګړیو پر تورخم دروازه د دغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د تورخم دروازه بنده ده، غواګانې، وزې او واړه څاروي ډېر ګران دي که لاره خوشې شي نور کاروبار به یې ښه شي، څاروي به هم ارزانه شي.

د تورخم د دروازې وازولو په اړه د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو لپاره د سېنېت قایمه کمټې مشر سنېټر تاج محمد اپرېدي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، "په اسلام اباد کې د کسټم او له نورو چارواکو سره یې ليدلي دي او ډېر ژر به پر تورخم دروازه دغه بندیزونه لیرې کړل شي."

د تورخم د کسټم چارواکي بیا وايي، له افغانستان کوم څاروې پاکستان ته راوړل کېږي پر هغو په تورخم کې دوايانې پاشل کېږي او د یوه څاروي پر سر به لږ تر لږه ۵۰۰ کلدارې ټېکس جمع کولو وروسته اجازه ورکول کېږي.

په دې اړه بشپړه رپورټ د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG