د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر څارویو مو نه دوا پاشل کېږي نه مو ډاکټر لیدلی دی'


ډاکټر مشتاق وايي، د قا نون له مخې چې کوم ځای هم څاروي حلالېږي او يا خرڅېږي هلته باید د څارویو ادارې عمله شتون ولري.

د خيبر پښتونخوا د څارویو خسمانې اداره وايي چې د لوی اختر لپاره د قربانۍ څارویو خرڅولو په منډیانو کې د څارویو درملنې لپاره د کلينکونو ترڅنګ له پنجاب سره پر اټک پوله يې هم د څارویو د صحي کره کتنې او واکسينولو چېک - پوسټونه په دې موخه جوړ کړي دي چې د اختر قربانۍ لپاره په ولس ناروغه څاروي خرڅ نه کړل شي.

د یادې ادارې ډاريکټر جنرل ډاکټر شېر محمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې خيبر پښتونخوا ته د قربانۍ لپاره د څارویو زیاته برخه له پنجاب صوبې وروړل کېږي او پر اټک یې ورله پوستې جوړې کړې چې کتنه یې وکړي او دوايي پرې وپاشي. د نوموړي په خبره د پنجاب په څارویو کې وراسکې، منګوړ، کنې او سپږې ډېرې وي چې ډېرې ناروغۍ ترې خورېږي.

نوموړي وویل چې په منډيو کې هم پر څارویو داویانې پاشي.

خو د پیښور په رنګ روډ په يوه منډۍ کې د څارویو سوداګر محمد سعد خان وايي، دا مهال په پېښور کې دوې لویې منډۍ يوه په رینګ روډ او يوه په ناصر پور کې ده، او ګڼې نورې منډۍ دي خو تر ننه یې د څارویو ډاکټر یا عمله نه ده ليدلې. دی وايي که چېرې څاروي ناجوړه شي نو شخصي ډاکټر وربولي او په خپلو ځاني پیسو یې درملنه کوي. دی وايي په منډي کې هېڅ د حفاظتي سپرې انتظام هم نه شته.

خان وايي منډۍ ته د يوه څاروي د داخلېدو خرڅ پنځوس روپۍ دی او په کوم ځای چې څاروي خرڅوي د هغې بیا جلا کرايه ده او چې کله څاروي خرڅ شي نو په دروازه ترې یو زر روپۍ د منډۍ ټېکس اخېستل کېږي.

په دا نېږدو کې د پېښور په روغتونونو کې د کانګو ناروغۍ ګڼ رنځوران تر درملنې لاندې دي او ځینې یې مړه شوي دي. کانګو یو داسې وایرس دی چې په څارویو کې وي او انسانانو ته لګېږي. که څه هم ډاکټر شېر محمد دعوي وکړه چې د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره حکومتي هلې ځلې روانې دي خو په پېښور کې د خيبر مرغانو او څاریو ساينس کالج پروفيسر ډاکټر مشتاق دا دعوې ردوي او زیاتوي چې دا ټولي يوازې د پاڼو پر مخ دي.

ډاکټر مشتاق وايي دا تشې کاغذي دعوې دي او کله یې هم په منډیانو کې حکومتي هلې ځلې نه دي ليدلې. دی زیاتوي چې دا قا نون هم دی او د ولس د صحت لپاره هم لازمي هم دی.

د قا نون له مخې چې کوم ځای هم څاروي حلالېږي او يا خرڅېږي هلته باید د څارویو ادارې عمله شتون ولري.

XS
SM
MD
LG