د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د ۱۰۹مې حلقې ازاد امیدواران د ټاکنو پر نتیجې نیوکه لري


پېښور ـ د کورمې ضلعې د ۱۰۹مې حلقې په انتخاباتو کې برخه اخېستونکي ازاد امیدواران چې بریالېتوب یې نه دی تر لاسه کړی وايي، د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره به د عدالت نه مرسته غواړي.

د جولای د ۲۰مې نېټې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي امیدوار سید اقبال میا د حتمي نتیجو له مخې ۳۹۷۱۶ ووټونه اخېستي او تر نورو امیدوارانو مخکې دی.

خو ازاد امیدوار عنایت علي طوری د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دوی د انتخاباتو کمېشن ته د درغلیو ثبوتونه سپارلي او کله چې د انتخاباتو د نتیجو د شکایتونو د اورېدو لپاره (الېکشن ټرېبیونل) جوړ شو نو دوی به وکیل هم نیسي او قانوني جنګ به کوي.

نوموړی وايي که هلته هم ورسره انصاف و نه شو نو د درغلیو د ټولو ثبوتونو سره به عدالت ته ځي او هلته به د ځان لپاره د انصاف غوښتنه کوي.

د صوبايي اسمبلۍ د ۱۰۹مې حلقې پنځو ازادو امیدوارانو چې بریالي نه دي اعلان شوي، یوه ټولنه هم جوړه کړېده او وايي په شریکه به احتجاجونه او قانوني جنګ کوي. دوی وار له مخې اعتراضونه هم کړي دي.

یو بل معترض امیدوار انجینیر حسن جمال تور لګوي چې د تحریک انصاف ګوند د امیدوار د کامیابۍ لپاره په منظمه توګه درغلي شوې ده.

بلخوا صوبايي الېکشن کمېشن د اعتراض کوونکو امیدوارانو ټول تورونه رد کړي او وايي چې په یاده حلقه کې پاکې او رڼې ټاکنې ترسره شوې دي.

په پخوانۍ فاټا یا اوسنیو قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۱۶ څوکیو د روان کال د جولای پر ۲۰مه انتخابات وشول چې پکې د پاکستان د لویو او وړو ګوندونو امیدوارانو او همدارنګه ازادو نوماندانو برخه واخېسته.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG