د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي


 په خوست ښار کې چاودنه
په خوست ښار کې چاودنه

د افغانستان په خوست کې د جولای پر ۲۷مه مازیګر مهال چاودنه شوې چې پکې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۸ ولسي وګړي ژوبل دي.

د خوست چارواکي وايي چې دا چاودنه پېنځه نیمې بجې د خوست ښار بلند منزلو سیمې ته نېږدې شوې ده.

د خوست امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه په یو موټر سایکل کې د ایښوول شویو چوونکو موادو په وسیله شوې ده.

د پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې چاودنه هغه مهال وشوه چې د ولایتي قواوو ګاډي له همدې سیمې د تېرېدو په حال کې ول.

د چارواکو په وینا چې د دوی دې لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې پوځیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې خبر تر خپرېدو چا د پېښې ذمه واري نه وه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG