په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو یوه فعاله جمیله افغانه وايي، له طالبانو سره د سولې د بهیر او په نورو مهمو پرېکړو کې باید د افغانو مېرمنو نظر هم واورېدل شي ځکه چې دا پرېکړې د دوی پر ژوند اغېز کوي.
جمیلې افغانې دا څرګندونې د جولای پر ۲۷مه له کابله دغه څرګندونې د ویډیو کانفرانس له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړې له امنیت شورا وغوښتل، دا خبره دې باوري کړي چې افغان مېرمنې دې د سولې په بهر کې د مذاکره کونکیو په حیث برخه واخېستی شي.
دا په داسې حال کې ده چې هلته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د جولای پر ۲۶مه په ټویټر لیکلي چې د جامع سولې په اړه یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له مشرې شهرزاد اکبر سره غږېدلی دی.
په دې ملاقات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره سیما سمر، د جنبش اسلامي ګوند مرستیال عبدالله قرلق او د اسلامي حزب د سیاسي کمېټې غړی امین کریم هم وو.
خلیلزاد په دې اړه په یوه ټوېټ کې لیکلي: خوښ یم چې د یوې جامع سولې او چې څرنګه د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو حفاظت وشي، په اړه خبرې وشوې.
هغه د دې خبرو نور جزیات نه دي څرګند کړي.