د جولای پر ۲۴مه، په لوګر ولایت کې د پاکستان په مالي مرسته د نایب امین الله لوګري په نوم یو روغتون پرانیستل شو.
دا روغتون د ۱۸ میلیونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د روغتون د پرانیستو غونډې ته د پاکستان د پارلېماني چارو وزیر شهریار اپریدی او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ورغلي ول.
اپریدي غونډې ته وویل، دا اقدام د دواړو هېوادونو اړیکو په ښه کولو کې مرسته کوي.
ده زیاته کړه چې هېواد یې په ننګرهار، کابل او لوګر کې درې روغتونونه جوړ کړي او د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې یې شاوخوا یو ارب ډالر لګولي.
د روغتیا وزیر فېروز په وینا کې وویل چې د دې روغتون د جوړولو چارې له ۱۰ کلونو راهیسې روانې وې خو د ځینو ستونزو له کبله یې کار ځنډېدلی وو چې اوس بشپړ شو.