د بلوچستان های کورټ ججانو هاشم خان کاکړ او عبدالله بلوڅ په مشرۍ یوې جرګګۍ نن د جولای پر ۲۴مه نېټه په خپله یوه پرېکړه کې د پښتون ژغورنه غورځنګ د یوه مخکښ ملا بهرام د خوشېکولو امر کړی دی.
د هغه یوه وکیل برخوردار اڅکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې ملا بهرام به سبا د جولای پر ۲۵مه نېټه د کوټې له مرکزي زندانه پرېښودل شي.
ملا بهرام په جون میاشت کې په چمن ښارګوټي کې تر هغه احتجاجي لاریون پس ونیول شو چې د خړ کمر پېښې پرضد یې را-اېستلی وو. په هغه پېښه کې د پي ټي اېم دوه مخکښان او له وزیرستانونو د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر هم ونیول شول چې لا هم له ځنډنۍ عدالتي کاروايي سره مخامخ دي.
یاده دې وي چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ۲۶م مې له پېښې چې د غورځنګ په خبره د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې یې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل ول وروسته په ګڼو سیمو کې د غورځنګیانو نیونه زیاته شوې ده.
د خړ کمر پر پېښه د پاکستاني پوځ وینا دا وه چې د پي ټي اېم د دوو مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید شوی وو چې پنځه عسکر یې ژوبل شوي ول خو د دې دعوې لپاره یې کوټلی ثبوت نه دی راوړی.