ریاستې اهلکاران دې له ولس سره چلند سم کړي: پي ټي اېم
بېګا شپه د بلوچستان پښتني سیمې په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ځايي خلکو لاریون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې غوښتنې کولې چې ریاستي ادارې دې د پښتنو پرضد جبر او ناسمه رویه ختمه کړي. دغه احتجاج ته د ټیلیفون په لار د وینا په وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي د ریاستي ادارو دوه مخه پالیسیانې نورې د منلو وړ نه دي. د احتجاج نور حال د ډیوه راډيو په رپوټ کې