د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال قدرتونه د ایران اټومي تړون په اړه خبرې کوي


د ایران اټومي انرژۍ یوه دستګاه
د ایران اټومي انرژۍ یوه دستګاه

د نړۍ پنځه طاقتور هېوادونه به د روانې میاشتې په پای کې له ایران سره د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون ژغورلو لپاره پر یوه داسې وخت خبرې کوي چې په خلیج فارس کې کړکېچ په زیاتېدو دی.

بریتانیا، فرانس، جرمني، روس او چین به د جولای پر ۲۸مه په ویانا کې له ایران سره د دغه تړون په اړه د عمل په یو جامع پلان خبرې کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ادارې د جولای پر ۲۳مه په یوه بیان کې ویلي دغه غونډه یې د فرانس، بریتانیا، جرمني او ایران په غوښتنه رابللې، چې پکې به د دغه پلان د عملي کولو پر ټولو اړخونو بحث کېږي.

د دغه تړون له مخې چې پخوا یې امریکا هم برخه وه، تهران د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام تر ډېره حده د محدودولو ژمنه کړې وه.

په ۲۰۰۱۹ز کال کې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هېواد له دغه تړونه ویوست او پر ایران یې اقتصادي بندیزونه بیا عملي کړل.

XS
SM
MD
LG