د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ایران چې څه هم وايي، باید پر هغه په مکمله توګه باور و نه شي.
نوموړي دا خبرې د جولای پر ۲۲مه د فلورېډا ریاست اورلانډو ته د رسمي سفر پر مهال ډبلیو ایف ټیلي ویژن سره په مرکه کې کړي دي.
نوموړي د ایران د هغې ادعا په اړه چې د امریکا استخباراتي ادارې جاسوسان یې نیولې دي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، باید موږ ډېر شکمن و اوسو.
پامپیو زیاته کړه، ایران له تېرو ډېرو کلونو راهیسې په ډېرو معاملو دروغ ویلي دي.
ایراني چارواکو د جولای پر ۱۸مه ویلي ول چې د امریکا لپاره د جاسوسۍ په تور یې ۱۷ مشکوکه کسان نیولي دي چې پکې یې ځینو ته د مرګ سزا اورولې ده.
د ایران د استخباراتو وزارت په بیان کې ویلي، دې جاسوسانو د اقتصاد، اټومي وسلو، انفراسټرکچر، پوځ او انټرنیټ په برخه کې په حساسه او مهمه شخصي مرکزونو کې کار کوو او له هغه ځایه به یې خفیه معلومات جمع کول.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د ایران دا تورونه رد کړي دي.