د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې سږ کال د انګورو بر ۱۵٪ زیات شوی دی


د افغانستان کرهڼې وزارت اټکل کوي چې په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو بر ۱۵سلنه زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینو له مخې او دا چې په‌دغه ولایت کې د انګور ملوې زیاتې لګول شوې، سږ کال به په‌دغه ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.

نوموړی وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېت لري: "د دې لپاره چې د انګور ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره هند، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته‌ یې د لېږدولو بندوبست هم ښه شوی دی."

ښاغلی رستمي وایي، اټکل دا دی چې د کندهار ترڅنګ سږکال به د هلمند ولایت د انګورو بر هم زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG