د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي


ایراني چارواکي وايي، امنيتي ادارو د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې ته د جاسوسۍ په تور ۱۷ مشکوک کسان نيولي او ځينو ته يې د مرګ سزا اورولې ده.

د ایران استخباراتو وزارت د جولای پر ۲۲مه وويل چې د ایران امنیتي ادارو په بریالیتوب سره د دوی په وینا د سي ای اې د جاسوسانو شبکه له منځه یوړه.

د وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه‌ دی اخېستل شوی، ويلي ځینې تورن کسان په مرګ او نور يې په اوږده زندان سزا کړي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې هغوی چې سي ای اې ته په جاسوسۍ تورن وو، د ۲۰۱۹میلادي کال په مارچ مياشت کې نيول شوي وو.

دا اعلان څو مياشتې وروسته له هغه شوی چې د ایران او لویديځ ترمنځ په‌دې وروستیو کې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

امريکا د روان کال له مې مياشتې راهيسي پر ایران نوي اقتصادي بنديزونه لګولي چې په نتيجه کې يې د دې هېواد اقتصاد سخت زیان لیدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG