د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټران وايي خیبر پښتونخوا کې ځانوژنې زیاتې شوې دي


د خیبر پښتونخوا نقشه
د خیبر پښتونخوا نقشه

پراګ: ډاکټران او د غیرسرکاري ادارو چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا چترال ، سوات ، مردان ، صوابۍ او پیښور داسې سیمې دي چې له تیرې څه مودې پکې د خودکشۍ د پیښو رپورټونه ډېر شوي دي.

په پاکستان کې که څه هم د حکومت له خوا د داسې پیښو کره شمیره نه ده ښودل شوې خو په رسنیو کې د خپرېدونکو رپوټونو پر اساس په دې ملک کې هره ورځ شاوخوا ۲۵ کسان ځان په خپله وژني.

په پیښور کې د یوې غیرسرکاري ادارې مشر قمر نسیم مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا مردان ، صوابۍ ، چارسده ، پیښور او چترال کې دا پیښې ډیری شوي دي.

د قمر نسیم په وینا ، په دې کې زیاتره هغه طالب علمان دي چې په امتحانانو کې لږ نمبرې واخلي او یا هغه کسان دي چې د خوښې یا ناخوښې د واده معامله يي وي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د صوبې په لرې پرته سیمه چترال کې د خودکشیو په اړه د معلوماتو لپاره یو کمیشن هم جوړ کړی وو.

په پیښور کې د ذهني رنځونو متخصص ډاکټر افتخار حسین وايي په سیمه کې اوږدې بې قرارۍ او د ترهګرۍ پیښو خلک له ذهني فشار او ویرې سره مخامخ کړي دي خو د دوي د پاملرنې او علاج پوره انتظام نشته.

نوموړی د خودکشۍ د پیښو تر شا د ځینو علتونو په اړه وايي چې ژور خفګان ، پرتشدده چاپیریال ، د نشيي توکو استعمال ، بې روزګاري ، غربت ، د لوبو او تفریح د اسانتیاو نیشتوالی او په کورنۍ کې عدم برداشت داسې وجې دي چې په نتیجه کې يې خلک خودکشۍ لور ته ځي.

د ډاکټر افتخار حسېن په وینا ، بل دا چې د ذهني صحت ډاکټران او مرکزونه دومره ډیر نه دي چې ټول ولس ته ورسي ، چې ورسره دا ستونزه نوره هم پیچلې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پیښور د ارمي پبلک سکول تر پیښه وروسته د مینټل هیلت اتهارټي په نامه یوه اداره جوړه کړې وه ، خو دا اداره له تېرې څه مودې راهسې غیر فعاله ده.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د صحت د کمیټۍ مشره ډاکټره سمیره شمس وايي د جولایي په ۱۶ مه نیټه يې د دې ادارې د بیا فعالولو لپاره یو قرارداد جمعه کړی وو ، چې اسمبلۍ په اکثریت سره منظور کړی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل هڅه به کوي چې قرارداد په سمه توګه عملي شي او خلکو ته د ذهني روغتیا په اړه اسانتیاوې او معلومات ترلاسه شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې - ډبلیو ایچ او - په ۲۰۱۲م کال کې په یو رپوټ کې ویلي وو چې په هغه کال په پاکستان کې ۱۳۰۰۰ کسانو خودکشۍ کړې وې خو دا شمېره په ۲۰۱۶م کال کې ۵۰۰۰ ته راټیټه شوې ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG