د لاسرسي ځای

تازه خبر
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي

قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

  • په دې سيمو کې د ۱۶ عامو چوکيو لپاره ۲۸۵ نوماندان ميدان ته راوتلي دي. پر دې سربېره د ښځو لپاره څلور ځانګړي چوکۍ او د مذهبي لږکيو لپاره يوه ځانګړې چوکۍ هم شته.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د ۲۰۱۸م کال تر پارليماني ټاکنو وړاندې قانون جوړ کړی و چې له مخې يې په هره انتخاباتي حلقه کې د ښځو ۱۰ فيصده رايې لازمي ګرځول شوي وې.
  • دا انتخابات تر هغه وروسته کېږي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د معلوماتو له مخې په قبايلي سيمو کې ۲۸ لکه کسان د رايو کارولو حق لري.
13:34 20.7.2019

د رايو مرکزونو د امنيت لپاره ۳۴ زره امنيتي سرتېري ګمارل شوي دي.

13:35 20.7.2019
پولیس وايي په کورمه کې د انتخاباتو کلکه امنیت ساتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

13:41 20.7.2019

په اورکزو کې يو ګاډی له غره څخه يوې کندې ته لوېدلی چې دوه کسان پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. سپاره کسان د ووټ اچولو لپاره د رايو مرکزونو ته روان ول.

13:51 20.7.2019
په مومندو کې هم د رایو اچولو لړۍ روانه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG