د لاسرسي ځای

تازه خبر
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي
په خېبر ضلع کې ځايي خلک رايې کاروي

قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

په قبايلي ضلعو کې د جولای پر ۲۰مه د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي. دا لومړی ځل چې د دې سيمو خلک د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکي.

  • په دې سيمو کې د ۱۶ عامو چوکيو لپاره ۲۸۵ نوماندان ميدان ته راوتلي دي. پر دې سربېره د ښځو لپاره څلور ځانګړي چوکۍ او د مذهبي لږکيو لپاره يوه ځانګړې چوکۍ هم شته.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د ۲۰۱۸م کال تر پارليماني ټاکنو وړاندې قانون جوړ کړی و چې له مخې يې په هره انتخاباتي حلقه کې د ښځو ۱۰ فيصده رايې لازمي ګرځول شوي وې.
  • دا انتخابات تر هغه وروسته کېږي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه.
  • د پاکستان انتخاباتي کميسيون د معلوماتو له مخې په قبايلي سيمو کې ۲۸ لکه کسان د رايو کارولو حق لري.
۲۰:۱۷ ۲۰.۷.۲۰۱۹

د اطلاعاتو او نشرياتو لپاره د وزيراعظم عمران خان ځانګړې سلاکارې فردوس عاشق اعوان نن [د جولای پر ۲۰مه] تر انتخاباتو وروسته په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې په لوی شمېر کې ولس ګډون وکړ او د رايو په کارولو سره يې خپل اييني او جمهوري حق استعمال کړ.

۱۸:۲۷ ۲۰.۷.۲۰۱۹
په شمالي وزیرستان کې د رایو شمېرل پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00

۱۷:۳۱ ۲۰.۷.۲۰۱۹

په درہ ادم خېلو کې د قبایلستان تحريک په نامه تنظیم یو شمېر ملکانو او ځوانانو له دې انتخاباتو بایکاټ او احتجاج کړی دی. هغوي د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو مخالف دي.

۱۷:۲۳ ۲۰.۷.۲۰۱۹

په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ چوکیو لپاره د رایو اچول پای ته رسېدلي او اوس د رایو شمارل پیل شوي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG